خوست: تڼیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د متحدو ځوانانو په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې ۳۰ لوبډلو ګډون کړی دی چې لومړۍ لوبه یې د تڼیو منتخبې او دلپوریو منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې د تڼیو منتخبې لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي.
