خوست باک ولسوالۍ د ځاځي میدان پر وړاندې بریا خپله کړه.

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۲:۳۹
خوست باک ولسوالۍ د ځاځي میدان پر وړاندې بریا خپله کړه.

د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د شهید رحمت ولي مسرور شل اوریز کرکټ جام په دوام باک ولسوالۍ منتخبې لوبډلې د ځاځي میدان ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ځاځي میدان ولسوالۍ لوبډلې چې د لوبې پچې په ګټلو سره یې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه چې په ۱۶.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۹ منډې جوړې کړې.

دوی ته په توپ وهنه کې عمران الله ۱۶ او عابد الله ۱۳ منډې جوړې.

باک ولسوالۍ لوبډې ته په توپ اچوونه کې فضل عظیم څلور او احمد تسل دوه ويکټې ترلاسه کړې.

په ځوابي لوبه کې باک ولسوالۍ لوبډلې د لوبې یوولسم اوور کې ټاکل شوى هدف پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دوی ته په توپ وهنه کې فضل عظیم ۳۰ او برکت الله ایوبي ۱۸ زیاتې جوړې کړې.

د ځاځیمیدان ولسوالۍ منتخبې لوبډلې له پاره په توپ اچوونه کې محمد رشید، ابوبکر، شاهدالله او عاشق بادشاه یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

فضل عظیم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۸
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د سرپل مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د اکټید موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS