خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۲۶
خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

ډ خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مصطفی ځاځي په مالي ملاتړ د ځاځي میدان ولسوالۍ په داڼيو سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يووالي ټېپ بال کرېکټ ليگ سیالۍ د زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د زلميو او تغرې لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه زلميو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو ویکټو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ټغرې لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۵۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۶ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۳
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

BACK TO NEWS