خوست؛ په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۳
خوست؛ په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګاډې په سیمه کي د مصطفی ځاځي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د اسکندرې او الګاډې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د الګاډې لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکليو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د اسکندرې لوبډلې په ټاکليو لسو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۲ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۵۰
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۷
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د ځوان عمر لوبډلې. . .

BACK TO NEWS