خوست؛ حجريم ځوانانو لوبډلې د نادر شاه کوټ ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې، د ياد ولايت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ لۀ نظام څخه ملاټر په نوم د فوټبال سيالۍ د حجريم ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د حجريم ځوانانو او چيلېنجر کلب لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې حجريم ځوانانو لوبډلې ۲/۰ گولونو په توپير سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا يو مياشت يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ سالمه تفريح او له نظام څخه ملاتړ ياده شوې وه. په پاې کې لومړي او دوېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
