خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د ۲۲ ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۲۳
خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د ۲۲ ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د تڼیو ولسوالۍ معارف آمريت له لوري د ياد ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ ښوونځيو ترمنځ د "معارف جام" په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې گلاب خان عالي لیسې لوبډلې خپلې سيالې للمۍ ذکورو لېسې لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو موخه په ښوونځيو کې د واليبال ورزش ته وده ورکول او زده کوونکو لپاره د سالمې تفريح برابرول دي، چې شاوخوا ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS