خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د معارف جام ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو ترمنځ د معارف جام ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کوچانو لېسې لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی یې توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې درگي لېسې لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې درگي لېسې لوبډلې ياد په پنځم اور کې ترلاسه او لوبه يې د نهو ویکټو په توپیر وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.
