خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۶:۳۵
خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې؛ د خالبساط لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې خالبساط لوبډلې له خپل ۱۵۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۵ منډو په توپیر یې خپلې سیالې یعقوبیو خپلواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته یو الټو موټر د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS