خوست؛ اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې د ټاپي پروژې په ویاړ د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د دلپوریو عرفان او تڼیو احسان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د وخت د کمښت له امله لوبه مساوي پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ د ټاپي ملي پروژې د پیل کېدو په ویاړ پیل شوي دي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.
