جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفوتوا څوارلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګفوتوا فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د روژې مبارکې میاشتې د نمانځلو په موخه د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفوتوا څوارلسم پړاو سیالۍ له یوې ورځې دوام وروسته پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۷ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.