تخار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو شپاړلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۰:۴۶
تخار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو شپاړلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

\د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ‌فو شپاړلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ج.ه.ا.د فایزي لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ او ۳۲ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د تخار ولایت د کونګ‌فومنتخبې ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت د کونګ‌فو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS