تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلا بېلو سبکونو کې د ووشو څلورم پړاو سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې حسیني لوبډلې لومړی، حیدري لوبډلې دویم او خواجه غار ولسوالۍ لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د ووشو لوبو ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
