تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیوونې سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په درقد ولسوالۍ کې د سیمه ییزې غېږنیوونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې
