تخار؛ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ولسوالیو د فوټبال ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د اتو ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېيم پړاو ټاکنیزې سيالۍ د خواجه غار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې خواجه غار لوبډلې خپلې سیالې ينګي قلعه ولسوالۍ لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
