بلخ کې د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې وشوې، چې په پايله کې يې ٥٤ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
