بلخ ولایت کې د اته ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
نن شنبه د بلخ ولایت د سینا په ورزشي لوبغالي کې د ورزشي مسوولینو په حضور کې د اته ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالیو پرانېسته وشوه.
یادې سیالۍ د انه لوبډولو ترمنځ پیل شوې، چې لومړۍ سیالۍ د " شولګرې او کشندې " ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ وشوه چې " ۳ - ۰ " پایلې سره د شولګرې لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
همدا راز دویمه سیالۍ د " بلخ او دهدادې " ولسوالیو لوبډلو تر منځ وشوه چې " ۱ - ۱ " پایلې سره مساوې پای ته ورسېده.
د دې سیالیو نندارې ته ګڼ شمېر مینوال ورغلي وو او خپله د خوښې لوبډله یې تشویقوله.
