بلخ ولایت مرکز مزار شریف کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۱:۳۸
بلخ ولایت مرکز مزار شریف کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون په استازولۍ او د میرویس هودخېل په مالي ملاتړد ۵۰ چاپندارانو ترمنځ د مزارشریف مرکز په حاجي مقیم لوبغالي د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې دوه الاقه اعلان شول، چې لومړی الاق د پهلوان مصطفی له لوري ترسره شو او د ۱۰۰۰ افغانیو نغدي جایزې ګټونکی شو او دویم الاق د وخت کموالی له امله بې پایلې اعلان شو.

هېره دې نه وي دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او موخه یې د بزکشۍ ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS