بلخ ؛ چهار بولک ولسوالۍکې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې نظامي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
