بلخ ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۲۳
بلخ ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سپين زر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سپين زر او جوړه رييس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې سپين زر لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ والیبال لوبې ته د ودې او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۳
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۱
Background image

بغلان کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د جودو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۵۹
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د معارف قوچنقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د معارف قوچنقي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS