بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په دالي کلي کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سيالۍ کورش سيمه ييزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
