بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۸ ورزش کارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې
د بلخ ولایت دبدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د ۲۸ ورزش کارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې درې ورځې به دوام وکړي، پکې د مرکز سربېره د بلخ، حیرتان او دولت آباد ولسوالیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.