بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خلیفه یعقوب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خلیفه یعقوب لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې کوک کلي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
