بلخ؛ د چهاربولک ولسوالۍ په کوک آباد کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت چهاربولک ولسوالۍ په کوک اباد سیمه کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې مساوي او ۳۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
