بغلان کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو په سلف دیفنس سبک کې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۳
بغلان کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو په سلف دیفنس سبک کې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پلخمري ښار کې له کندز، تخار، سمنګان، بلخ او بغلان ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو په سلف دیفنس سبک کې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې د بغلان ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، د تخار ولایت ورزشکارانو دویم او د کندز ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۳
Background image

ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د توخي لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

هلمند، مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د بولان ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۸
Background image

کابل کې د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال د هېواد ورزش ادارې له رهبري سره وليدل

د اسيا سامبو کورش کنفدراسيون مرستيال او د منځنۍ اسیا د سامبو ټولنې رئيس علي شېر عليموف د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق سره وليدل.

په دغه ليدنه کې مولوي احمد الله. . .

BACK TO NEWS