بغلان؛ فرنګ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې باستان لوبډلې خپلې سیالې خورشید لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبډلو ترمنځ دوستانه اړيکې پیداکول او والیبال ته د ځوانانو هڅول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د بغلان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
