بدخشان ولایت کې د وزلوبې څلورم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۳:۱۰
بدخشان ولایت کې د وزلوبې څلورم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د وزلوبې څلورم پړاو دا سیالۍ د چې بدخشان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ملاتړ د وزلوبې فدراسیون له خوا د یاد ولایت د مرکز فیض آباد په ګډون د کشم، ارگو، جرم، یفتل، بهارک ، وردوج او بهارک ولسوالۍ چاپندازانو ترمنځ پنځه ورځې وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې د بهارک ولسوالۍ په کوربتوب په بهارک لوبغالي کې ترسره شوې موخه یې راتلونکو سیالیو ته د غوره چاپندازانو چمتوالی او غوره کول او یو بل سره د تجربو شریکول و.

همدا راز عتیق مختار د پهلوان فیروز په اس د ارګو ولسوالۍ په ګټه، نجیب مختار د رییس خدایداد بای په اس او غلام پهلوان د رییس فواد شبدیز په اس د مرکز فیض آباد په ګټه دایره حلاله او ډالۍ یې ترلاسه کړې.

دا سیالۍ د ورزشي مسوولینو ترڅنګ د سلګونو نندارچیانو او د سېمې اوسېدونکو په حضورکې ترسره شوې.

د پای په مراسمو کې غوره چاپندازانو ته بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدانيو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې م.ريم ځوانانو لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳
Background image

پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار اړوند المهدي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۲
Background image

پکتیا کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د موی تای فدراسیون فدراسیون د استازولي له لوري د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

BACK TO NEWS