بادغیس کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د بادغیس ولایت د پاورلفټینګ فدراسیون د استازلۍ له لوري د یاد ولایت په شاهین کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې نجیب الله کوهستاني، خلیل احمد رحمتي، حامد شاه روفي، رامین شاه جمشیدي، عبدالخالق محمدي، صفي الله یوسفي، نظر محمد محمدي او جمعه خان ماهر د بادغیس ولایت منتخبې لوبډلې ته لاره پیداکړه.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، مننلیکونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.