بادغیس کې د فوټبال اتحاد جام سيالۍ د اخته ګل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قادس ولسوالۍ په برګل حوزه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو د مخنيوي پر وړاندې د اتحاد جام په نوم د فوټبال ګروپي سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اخته ګل لوبډلې خپلې سيالې صارم برګل لوبډلې ته په پنالټيو کې د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ورزش دودول، د نشه يي توکو د مخنيوي پر وړاندې مبارزه او د ځوانانو او نويو ځوانانو ورزشي استعدادونو ته وده ورکول و.
