بادغیس؛ قلعه نو ښار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزې او دودیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۵۳
بادغیس؛ قلعه نو ښار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزې او دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې سیمه ییزې او دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، چې په پایله کې د ځغاستې په برخه کې ۳۰ ورزشکارانو د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې مجیب الله لومړی او قاري هدایت الله دویم مقام ترلاسه کړ.

د تېږي اچونې په برخه کې ۴۰ ورزشکارانو د نويو ځوانانو په کټګورۍ کې عبدالوارث لومړی او عبدال معشوق دویم مقام ترلاسه کړ.

او د لاس چپه کولو په برخه کې ۲۰ ورزشکارانو د ځوانانو په کټګورۍ کې نزیر احمد لومړی او عبدالمحید دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS