بادغيس؛ په قلعه نو ښار کې د ۱۶ لوبډلو د فوټسال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۹:۲۲
بادغيس؛ په قلعه نو ښار کې د ۱۶ لوبډلو د فوټسال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

د بادغیس ولایت د فوټبال فدراسیون د دغه ولایت د بدني روزنې او امریت په همکارۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف لیګ سیالۍ په آریانا جمنازیوم کې پیل شوې.

د دغو سیالیو په پرانیست غونډه کې د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورت امر، د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مسوولینو، ورزشکارانو، روزونکو، د رسنیو استازو، ځوانانو، او د دې برخې ګڼ شمیر مینه والو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټسال وده او په بیلابېلو عمري کټګوریو کې د غوره څېرو پېژندل دي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ارمان او نخبه ګان لوبډلو له یو بل سره مخامخ شول چې په پایله کې د ارمان لوبډلې د ۴-۵ په توپیر سره بریا خپله کړه.

ټاکل شوې دغه سیالۍ یوه میاشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS