افغان غر ختونکي شریف احمد صفار په ایران کې د ګُرده آلمان‌ها لوړه څوکه طی کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۶:۲۹
افغان غر ختونکي شریف احمد صفار په ایران کې د ګُرده آلمان‌ها لوړه څوکه طی کړه

د هرات د غر ختنې فدراسیون استازی شریف احمد صفار په ایران کې د ګرده آلمان‌ها ۴۸۵۰ متره لوړې څوکې ته ختلی دی.

ګرده آلمان ها په ایران کې د غر ختنې یوه له سختو او مسلکي لارو څخه ده، چې ۴۸۵۰ متره لوړوالی لري او په لومړي ځل د اشتیناور او گورتر په مشري د آلمان د غر ختنې ټیم له لوري په ۱۳۱۵ لمریز کال کې پرانیستل شوه.

ښاغلی شریف احمد صفار د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غر ختنې فدراسیون استازی او د پامیر غر ختنې کلپ سرپرست د هېواد یو له تجربه لرونکو غر ختونکو څخه دی چې د غر ختنې بېلابېلې دورې یې په ایران کې تېرې کړي دي.

همداراز ښاغلی صفار دویم افغان غر ختونکی دی چې، یادې لوړې څوکې ته خېژي. له دې مخکې علیرضا ولایتي هم د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په ۴مه نېټه دغې لوړې څوکې ته ختلی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د جوړولو چارې پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت سره په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د AYSO مؤسسې په مالي لگښت د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د‌ جوړولو چارې پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۳
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۰
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS