ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ وشوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ وشوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ٤٥ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
