ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۱:۵۱
ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د دایکندي ولایت او مرکز ترینکوټ د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مرکز الف لوبډلې د ۳/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې چورې لوبډلې ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS