ارزګان؛ په مرکز ترينکوټ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ د استازولي له لوري په مرکز ترينکوټ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د مينوال او کليوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه مينوال لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه نيمايي کې کليوال لوبډلې لوبډلې ياد هدف د څلور لوبغاړو په زيان پوره کړ او په شپږو ویکټو يې د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.
