آزاد بېګ نوروزي خپل قزاقستاني او روسي سيالانو ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لار ومونده
د افغانستان تکواندو دغې ورزشکار د اسيا ماشومانو په اووم پړاو سياليو کې چې د روسيې په ولاديو ستوک ښار کې دوام لري د ګډون پر مهال د قزاقستاني او دوو روسي سيالانو پر وړاندې يې خپلې درې لوبې وګټلې او د دې سياليو فاينل ته يې لار ومونده.
د اسيا ماشومانو تکواندو سيالۍ دوه ورځې وړاندې د ١٢هېوادونو ورزشکارانو په ګډون پيل شوې.
