کابل کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې شپږم پړاو ليګ سيالۍ د سرپل لوبډلې په بريا پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار په يکه توت وزلوبې لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې شپږم پړاو ليګ سيالۍ، د سرپل لوبډلې په بريا پيل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د وزلوبې په شپږم پړاو ليګ دغو سياليو کې د سرپل، تخار، هرات، جوانان فاریاب، یما پطرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشېر، جوانان بلخ، سمنگان او کندز لوبډلو گډون کړی، چې د هېواد پر چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان هېوادونو چاپندازان هم پکې شتون لري.
د دغو سياليو په لومړۍ ورځ درې لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سیالې فارياب ځوانانو لوبډلې ته د ۷/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ لومړۍ بريا يې خپله کړه، دويمه لوبه کې بدخشان لوبډلې سيالې بغلان لوبډلې ته د ۴/۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او په درېيمه لوبه کې يما پټرول لوبډلې سيالې بلخ ځوانانو لوبډلې ته د ۱۰/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او په دغه ليګ کې يې لومړۍ برياوې خپلې کړې.
د ويلو ده، چې په دغو سياليو کې له پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او زابل ولايتونو څخه د نېزه وهلو لوبډلو هم گډون کړی، چې سبا ورځ د وزلوبې سياليو په جريان کې د نېزه وهلو سيالۍ پيل کړي.