دایکندي ؛ ميرامور ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې غوجک ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې اوجکنګ ځوانانو لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.