کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه ذال ولسوالۍ په لوبغالي کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه آخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق حيات الله کندزي او دويم اخرالاق بيا عبدالله ترکمن تر ټاکلې دايرې ورساوه او د نغدي او بېلابېلو چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.