پکتيا کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په مرکزي سټوډيوم کې د څلورو ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د پکتيا، کابل، لوگر او پکتيکا ولايتونو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې پکتيا لومړی، کابل دويم او پکتيکا ورزشکارانو بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده، چې د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی وو.