خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یا دولایت په ګربز ولسوالۍ کې د ۵۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګربز منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ګربز منتخبې او نبي ورغه لوبدلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د ګربز منتخبې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
