جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال c ګروپ سیالۍ پيل شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال c ګروپ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اتحاد کناره او مسرور بیک لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو عمري کټګورۍ ته د غوره لوبغاړو موندل او د فوټبال ورزش ته وده ورکول دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
