تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Sep 16 2024 9:42 AM
تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د امو طوفان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو، چې دوې ورځې یې دوام وکړ، په پایلوبه کې د دشت قلعه امو طوفان لوبډلې خپلې سیالې خواجه غار ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

BACK TO NEWS