کاپیسا؛ مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د معارف ریاست وزشي مدیر له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ش.ه.ی.د مولوي فیض محمد لېسې لوبډلې خپلې سیالې ش.ه.ی.د مولوي محمد طاهر لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د کوهستان حصه دوم ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبډلې ټاکل دي.