هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا درې اوونۍ يې دوام وکړ، د سيد آباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د سید آباد او لوی باغ لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې سيدآباد لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.