ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غني خېلو لوبډلې په بريا پيل شوې.
په دغو سياليو کې د سره رود، بهسودو، رودات، مومندرې، غني خېلو او ښيوې ولسواليو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې غني خېلو لوبډلې خپلې سيالې ښيوې لوبډلې ته د ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.
