روسیه کې د سوک وهنې آسیايي سیالیو په لړ کې افغان ورزشکارانو دوه د برنزو مډالونه وګټل
د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبغاړي، چې څو ورځې مخکې د سوک وهنې په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه د روسیې هېواد یاقوتیس ښار ته تللي وو، خپلو روسیي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره یې دوه د برنزو مډالونه ګټلي دي.
په دغو سیالیو کې مجتبی حیدری په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې خپل آذربایجاني سیال او همداراز فردوس نجیبي په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې خپل ازبیکستاني سیال ته ماتې ومنله او په نتیجه کې یې درېیم مقامونه یې ترلاسه کړل.
د سوک وهنې آسیايي سیالۍ د روسیې هېواد يه یاقوتیس ښار کې د آسیايي هېوادونو ترمنځ ترسره شوې، چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ.
