تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د استقلال لوبډلې خپلې سیالې د معلم تربیې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.
د سیالیو په پای کې د تخار ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شوه.