بدخشان ؛ راغستان ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Jun 30 2024 10:14 PM
بدخشان ؛ راغستان ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له راغستان، کوهستان، یاوان، خواهان، شهربزرګ او یفتل ولسوالیو څخه ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د راغستان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کوهستان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د یاوان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۴ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو هڅوول، ورورولي او د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د قومي مشرانو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

BACK TO NEWS