تخار؛ ینګۍ قلعه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سرحد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Jun 24 2024 9:44 PM
تخار؛ ینګۍ قلعه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سرحد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سرحد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د سرحد او امو لوبډلو ترمنځ په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو د سرحد لوبډلې په پنالټیو کې سیالې امو لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغو سیالیو پينځه ورځې دوام وکړ او موخه یې د نېکمرغه لوی اختر نمانځل او خلکو ته یوه سالمه تفریح برابرول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شوه

Latest news

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

BACK TO NEWS