تخار؛ تالقان ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د کانګ فو اخترېزې سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د تالقان ښار په جهاد فایزي ورزشي کلب کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د کانګ فو اخترېزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د لوی اختر نمانځل او ولایتي سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.